چين په مسؤلانه توګه نړيوال ميراثونه ساتي
cri2021-07-16 10:54:27
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جولای په ۱۵مه نېټه د م م د يونيسکو سازمان د نړيوالو ميراثونو د ۴۴مې غونډې په باب معلومات وړاندې کړل چې د روانې میاشتې له ۱۶مې نيټې څخه به تر ۳۱مې نيټې پورې دوام ولري. هغه زياته کړه، چې چين تل په مسؤلانه توګه نړيوال ميراثونه ساتلي او غواړي چې له دغې غونډې څخه په استفادې د نړيوالو ميراثونو د ساتلو په هکله له بېلا بېلو هېوادونو سره د نظريو تبادلې وساتي او په دې برخه کې به خپل خدمتونه تر سره کړي.

په چين کې اوس ۵۵ نړيوال ميراثونه شتون لري او د ساتنې سويه يې د نړيوالې منځنۍ سويې په پرتله لوړه ده. 

نوموړي وويل چې په چين کې له دېرشو کلونو راهيسې د نړيوالو ميراثونو د ساتنې مفکوره نوی شوې او اداري سويه يې په پر له پسې توګه لوړه شوې ده. د دې ترڅنګ چين په فعاله توګه د نړيوالو ميراثونو د ادارې په برخه کې هم ګډون کړی او کوي يې.(غاټول)