د چين د کوويډ-۱۹ ضد واکسين توليدي قوت ۵ ميليارډو دوزو ته رسېدلی
CRI2021-07-16 14:58:49
شريکول:

د چين د صنعتي او معلوماتي چارو وزارت وياند تيان يو لونګ د جولای د ۱۶مې نېټې په سهار د دغه هېواد د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر په يوه خبري ناسته کې وويل، چې تر روانې مياشتې پورې د چين د کوويډ-۱۹ ضد واکسين توليدي قوت ۵ ميليارډو دوزو ته رسېدلی چې له امله يې د کورنيو اړتياوو قناعت تامين کړی او خپلو خلکو ته يې يو ميليارډ او ۴۰۰ ميليونه دوزه واکسين ورکړي دي.

نوموړي وويل، چې چين بهرنيو هېوادونو ته د کوويډ-۱۹ ضد ۵۷۰ ميليونه دوزه واکسين ورکړی او د واکسين د عرضې توان يې د چټک لوړوالي په حال کې دی، چې دغه کار يې په داخل او بهرنيو هېوادونو کې د کرونا وبا د وقايې او کنترول په چارو کې مثبت رول لوبولی دی.