د افغانستان مسئلې په پار، د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه د جولای په ۱۴مه نېټه د تاجکستان په پلازمينې دوشنبې کې ترسره شوه، د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي هم په دغې غونډې کې ګډون کړی و.
وانګ يي په ياده غونډه کې وويل، امريکا او ناټو له افغانستانه خپل پوځونه ډېر چټک اوباسل، چې له امله یې د دغه هيواد وضعيت ډېر ترينګلی شوی دی. د شانګهای همکارۍ سازمان غړي د افغانستان ګاونډيان دي او افغانستان د دې سازمان يو مهم کتونکی غړی دی. د افغانستان وضعیت نه يوازې د دې هېواد د خلکو له بنسټیزو ګټو سره نږدې تړاو لري، بلکې د دې سيمې پر امنيت او پرمختګ هم اغېزې کوي. دغه سازمان بايد ګډې نظريې راغونډې کړي او د افغانستان وضعيت دې داسې لوري په ګډه وهڅوي، چې د دې هېواد او د سيمه ييزو هېوادونو له ګډو ګټو سره سمون ولري. نوموړي په دې هکله پنځه وړانديزونه وکړل:
لومړی، امريکې خپله پړه شا ته غورځولې او د دې عمل مخه دې يې ونيول شي. امريکا د افغانستان مسئلې راپارونکې ده او نه شي کولای، چې له دغه هيواده خپل ځواکونه داسې اوباسي، چې ستونزې يې د سيمې نورو هېوادونو ته پرېږدي. امريکا په دې وروستيو کې ويلي، چې د سولې او ثبات د رامنځته کېدو لپاره به له افغانستان سره مرستې وکړي، بېلا بېلې خواوې دې امريکا وهڅوي، چې خپلې ژمنې پوره کړي، په تېره بيا د سيمه ييز امنيت او ثبات د ويجاړولو بدنيت مخه دې ونيول شي.
دوهم، د ترهګرۍ د بيا راپورته کېدو مخه دې ونيول شي او افغانستان دې يو ځل بیا د ترهګرۍ د سرچينې او د ترهګرو د راغونډېدو ځای نه ګرځي. شانګهای همکارۍ سازمان دې د ترهګرۍ ضد د سيمه ييزو ارګانونو رول پوره وکاروي او د ترهګرۍ ضد د مبارزې لپاره دې له افغانستان سره همکارۍ نورې هم پياوړې کړي.
درېيم، د افغانستان د سولې او جوړجاړې بهير دې پرمخبيول شي. شانګهای همکارۍ سازمان دې د افغانانو تر لارښوونې او مالکيت لاندې پر ځينو اصولو ټينګار وکړي او د دې هېواد له بېلا بېلو خواوو څخه دې وغواړي، چې د سولې او جوړجاړي لپاره په ګډه کوښښونه وکړي.
څلورم، څواړخيزې همغږۍ دې پياوړې شي. ياد سازمان دې د افغانستان مسئلې په هکله څواړخيزو غونډو کې فعال ګډون وکړي او د دې مسئلې د حل لپاره دې خپل مثبت رول ولوبوي.
پنځم، د افغانستان له بيارغونې څخه دې ملاتړ وشي. شانګهای همکارۍ سازمان دې د اقتصاد، سوداګرۍ او کلتور په شمول د همکاريزو ميکانيزمونو په کارولو سره د افغانستان د پرمختګ توان لوړ کړي، چې په دې سره به دغه هيواد رښتينی دوامداره پرمختګ ومومي.
وانګ يي په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه، چې چين به د افغانستان حاکميت ته د پوره درناوي پر بنسټ د افغانانو تر لارښوونې او کنټرول لاندې د اصولو په ټينګولو سره د بېلا بېلو خواوو ترمنځ د منځګړيتوب او همغږۍ لپاره خدمتونه وکړي او د افغانستان مسئلې د سياسي حل لپاره به رغنده رول ولوبوي.
چين غواړي په مناسب وخت کې په خپل هېواد کې بين الافغاني مذاکرات ترسره کړي.
د افغانستان مسئلې په پار، د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه د تاجکستان په پلازمېنې دوشنبې کې ترسره شوه، د افغانستان د بهرنيو چارو وزير هم پکې د دې هېواد د وضعیت په اړه تازه حالات معرفي کړل او د ځينو نورو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو هم د افغانستان مسئلې د سياسي حل بهير د هڅولو غوښتنه وکړه.
د غونډې په پای کې د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو يوه ګډه اعلاميه هم خپره شوه.