شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو خارجه وزيرانو ګډه اعلاميه خپره کړه
CRI2021-07-16 14:50:47
شريکول:

د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو پر ځايي وخت د جولای په ۱۴مه نېټه د تاجکستان په پلازمينې دوشنبې کې د شانګهای همکارۍ سازمان- افغانستان د تماس ډلې د غونډې د لاسته راوړنو په اړه يوه ګډه اعلاميه خپره کړه. په دغه اعلاميه کې ويل شوي، چې د شانګهای همکارۍ سازمان غړي هېوادونه له دې څخه ملاتړ کوي، چې افغانستان د خپلواک، بې طرفه، واحد، سوله ييز، ديموکراتيک او سمسور هېواد په لوري اباد شي. په دغه اعلاميه کې د افغانستان په داخل کې د مسلسلو زورزياتي او ترهګريزو کړنو غندنه شوې ده.

په دغه اعلاميه کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو دريځ هم بيان شوی او پکې ويل شوي، چې سياسي خبرې اترې او " د افغانانو پر مشرۍ او د افغانانو پر مالکيت " د اصولو په اساس د روغې جوړې ټولشموله جريان د افغان مسئلې د حل يوازېنۍ لاره ده. د شانګهای همکارۍ سازمان غړي هېوادونه د شانګهای همکارۍ سازمان- افغانستان د تماس ډلې ګروپ په چوکاټ کې همکاريزو کارونو ته په درنه سترګه ګوري او په دې نظر دي، چې (( د شانګهای همکارۍ سازمان- افغانستان د تماس ډلې د راتلونکو کړنو نقشه)) بايد په پر له پسې توګه عملي شي، سيمه ييز ثبات دې لا ټينګ شي او د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو او افغانستان ترمنځ اړيکې دې پياوړې شي.