شي جين پينګ: بايد پرانيستي، عادلانه او تبعيض نه لرونکي ډيجټلي سوداګريز چاپيريال جوړ شي
CRI2021-07-17 10:48:51
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جولای د ۱۶مې نېټې په ماښام په انلايڼ ډول له بېجينګ څخه د ايپيک يعنې د اسيا او آرام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان د مشرانو په غير رسمي غونډه کې ګډون او وينا وکړه.

رئيس شي پر دې ټينګار وکړ، چې نړيوال ډيجټلي اقتصاد پرانيستي او ټينګې اړيکې لرونکې دی چې همکارۍ او د ګډو ګټو موندنه يوازينې سمه لاره ده. په خپله پرمختګ کول او له نورو سره همکارۍ نه کول او مقابله کول يوازې د دروازې تړلو سبب شي. بايد د پرانيستي، عادلانه او تبعيض نه لرونکي ډيجټلي سوداګريز چاپيريال د ابادۍ هڅونه وشي.