د چين د بهرنيو چارو وزارت: چيني کارپوهان د کرونا ويروس د سرچينې د لټولو په اړه د روغتيا نړيوال سازمان د پلان څېړنې کوي
cri2021-07-17 15:35:31
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت د جولای پر ۱۶ مه نېټه يوه نوبتي خبري ناسته تر سره کړه. په دغه خبري ناسته کې يو خبريال وويل: د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تدروس ادهانوم له چين څخه غوښتنه وکړه چې د کرونا ويروس د سرچينې د لټولو د کار په دوهم پړاو کې ګډون وګړي، ايا چين به په دې اړه همکاري وکړي او اړوندو کارپوهانو ته به اجازه ورکړي چې په چين کې د کرونا ويروس د سرچينې د لټولو کار وکړي؟ 
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان دې ته ځواب ورکړ چې چين هغه پلان ته پام کړی چې د کرونا ويروس د سرچينې د لټولو په اړه د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير او سکرتريت له خوا وړاندې شوی دی او چيني کارپوهان اوس په دې اړه څېړنې کوي. هغه وويل چې د کرونا وبا په باب د چين دريځ کلک او څرګند دی. د کرونا ويروس د سرچينې د لټولو کار يو علمي دنده ده او دغې مسئلې ته له سياسي رنګ ورکولو سره يې مخالفت کړی دی.