شي جين پينګ: اړینه ده چي پرانيستي، عادلانه او تبعيض نه لرونکي ډيجټلي سوداګريز چاپيريال جوړ شي
CRI2021-07-17 11:05:44
شريکول:

 

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جولای د ۱۶مې نېټې په ماښام په انلايڼ ډول له بېجينګ څخه د ايپيک يعنې د اسيا او آرام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان د مشرانو په غيررسمي غونډه کې ګډون او وينا وکړه.

رئيس شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې نړيوال ډيجټلي اقتصاد پرانيستی او ټينګې اړيکې لرونکې دی چې د همکاریو او د ګډو ګټو موندني يوازينې سمه لاره ده. هغه وویل، په خپله پرمختګ کول او له نورو سره د همکاریو پر ځای مقابله کول يوازې د دروازې تړلو سبب کېږي. د ده په وینا، له همدې امله بايد د پرانيستي، عادلانه او تبعيض نه لرونکي ډيجټلي سوداګريز چاپيريال د ابادۍ هڅونه وشي.