شيا باو لونګ: د هانکانګ د ملي امنيت قانون به په هر اړخیزه توګه تطبيق شي
CRI2021-07-17 12:23:56
شريکول:

د هانکانګ د ملي امنيت قانون د تطبيق د لومړۍ کليزې د يادونې او راتلونکې ته د کتلو تر عنوان لاندې يو سمينار د جولای پر ۱۶مه نېټه په بېجينګ کې جوړ شو. د چين د سياسي مشورتي کنفرانس مرستيال رئيس او په دولتي شورا کي د هانکانګ او مکاو د چارو د دفتر منشي شيا باو لونګ د دغه سمينار په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړ. هغه وويل، د چين دولت رئيس شي جين پينګ پر دې ټينګار کړی چې بايد مرکزي حکومت د هانکانګ او مکاو د ځانګړو اداري سيمو د هراړخيزي ادارې واک عملي کړي، په دغو سيمو کې دې د ملي امنيت قانون د قانوني نظام او اجرائييه ميکانيزم له لاري تطبيق شي، د هېواد د ملي حاکميت، امنيت او د پرمختګ ګټې او د دغو ځانګړو سيمو د ټولنيز ثبات ساتنه دې وشي. د رئيس شي جين پينګ دغې مهمې نظريې په نويو حالاتو کې په يو هېواد کې د دوو نظامونو د عملي کولو بهيرد هېواد د ثابت، د هانکانګ او مکاو د دايمي سمسورتيا او دندو اخستلو په برخه کي ستر اهميت لري.

نوموړي څرګنده کړه چې د هانکانګ له بدلونونو څخه څرګنديږي چې د هانکانګ د ملي امنيت قانون قوي او ستر رول لري او د هانکانګ د امنيت، ثبات او ارامتيا د ساتلو لپاره يو قانون دی.