شي جين پينګ د نړيوالو ميراثونو ۴۴مې غونډې ته د مبارکي پيغام واستوه
CRI2021-07-17 13:09:23
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جولای پر ۱۶مه نېټه د نړيوالو ميراثونو ۲۴مې غونډې ته د مبارکي پيغام واستوه.رئيس شي جين پينګ وويل چې نړيوال کلتور او طبيعي ميراثونه د انسانانو د تمدنونو د پرمختګ او طبيعي بدلون په بهير کې مهمې لاسته راوړنې دې او د مختلفو تمدنونو تر منځ د تګ راتګ هڅولو مهمې لارې هم دې. هغه وویل، د دغو ارزښتناکو ميراثونو ساتل او کارول زموږ ګډې دندې دې او د انسانانو د تمدنونو او د نړۍ د دوام لرونکي پرمختګ اړينه غوښتنه هم ده.

نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې چين د پرمختګ نوې نظريې پلې کوي او د تاريخ او خلکو لپاره د مسئوليت پر غاړه اخيستلو د روحيې له مخې په جدې توګه د نړيوال کلتور او طبيعي ميراثونو د ساتلو تړون عملی کوي چې په پر له پسي ډول د ميراثونو د ساتلو توان او سويې لوړوي. د نوموړي په وینا، چين غواړي چې له بېلا بېلو هېوادونو او د ملګرو ملتونو د يونيسکو سازمان سره يو ځای همکارۍ پياوړې کړي، د تمدنونو په هکله د ديالوګ هڅونه وکړي، يو د بل د زده کولو هڅونه وکړي، د نړيوالو ميراثونو د ساتلو چارو ملاتړ وکړي، په ګډه د ټولو انسانانو کلتوري ميراثونه وساتي او د انسانانو د برخليک ګډه ټولنه جوړه کړي.