شي جين پينګ: چين پرمختيايي هېوادونو ته تر ۵۰۰ ميليونو دوزه زيات واکسين ورکړی
cri2021-07-17 10:27:35
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای د ۱۶ مې نېټې په شپه په بېجينګ کې په انلاين ډول د آسيا او آرام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان د مشرانو په غيررسمي غونډه کې ګډون او وينا وکړه. هغه وويل چې چين پرمختيايي هېوادونو ته تر ۵۰۰ ميليونو دوزه زيات واکسين ورکړی دی او په راتلونکو ۳ کلونو کې به د ۳ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت نړيوالې مرستې برابرې کړي؛ تر څو د کرونا ضد د مبارزې او ټولنیز - اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره له پرمختيايي هېوادونو سره مرستې وکړي.