د چين وړانديز د اسيا او آرام سمندر په سيمه کې د کرونا وبا مخنیوی کوي او د اقتصاد د اعادې باور ټينګوي
CRI2021-07-17 18:11:26
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جولای پر ۱۶مه نېټه له بيجينګ څخه د ايپيک په غيررسمي انلاين سرمشريزه غونډه کې ګډون او وينا وکړه. رئيس شي جين پينګ په اسيا او آرام سمندر سيمه کې د کرونا وبا د وقايې او کنټرول لپاره د همکاريو او د اقتصاد د بيا اعادې په هکله څلور فقره ييز وړانديز وکړ چې په دغه سيمه کې ګډو ننګونو ته د ماتي ورکولو باور ټينګوي او د بېلا بېلو خواوو فعاله ستاينه او غبرګونونه تر لاسه کړي. په برازيل کې د چين د څېړنې مرکز منشي او اقتصاد پوه روني لينس په دې اند دی چې د شي جين  پينګ وينا له کرونا وبا سره د مبارزو لپاره د نړيوالې همکارۍ او د اقتصاد د بيا اعادې چارو ته د عملي کېدو وړ وړانديز برابر کړی دی.

رئيس شي جين پينګ په ياده غونډه کې پر دې ټينګار کړی چې چين د کرونا وبا د وقايي او کنټرول په چارو کې د نړيوالې ټولنې له دريځ او تدبيرونو څخه ملاتړ کوي، مثلأ په راتلونکو دريو کلونو کې پرمختيايي هېوادونو ته د دري ميليارډ ډالرو په اندازه نړيواله مرسته برابرول او د کرونا ضد واکسين د ملکيت حق پوهنې د لغوه کولو پلوي کول. بر سیره پر دې، چين غواړي د کرونا ضد واکسين د تقاضاء د ځنځير د ثابتوالي، امنيت او د دغه واکسين د ليږد راليږد په بهير کې د کيليدي ګامونو د تأمينولو په شمول په همکاريزو تړونونو کې فعال ګډون وکړي او د کرونا وبا د وقايي، کنټرول او د اقتصاد د بيا احيا د صندوق جوړولو لپاره دغه سازمان ته پيسي بسپنه کړي. دغه واقعي فعاليتونه به د اسيا او آرام سمندر سيمې او پرخو پرمختيايي هېوادونو ته ګټې ورسوي او په دې سيمه کې به له بېلا بېلو هېوادونو سره په همکاريو کې د چين ټينګ هوډ څرګند کړي چې په ټوله نړۍ کې د کرونا ضد مبارزو ته يې نوې طريقه برابره کړې ده.

رئيس شي جين پينګ په اسيا او آرام سمندر سيمه کې د کرونا وبا د ژر پای ته رسيدو او د اقتصاد د بيا پرمختګ لوري ته د بير ته ستنېدو لپاره د سيمه ايز اقتصاد د يو ځايښت د ژورتيا ، د شموله او دواملرونکي پرمختګ او د ساينس او تېکنالوژۍ د نويو فرصتونو د نيولو په شمول مهمې نظريې وړاندې کړې. له دې څخه څرګنديږي چې چين د سيمه ايز اقتصاد د يو ځايښت او د اقتصاد د نړيوال کيدو له چارو څخه هميشنی ملاتړ کوي او د نړيوال اقتصاد اعادې ته نوې نظريې برابروي.

اوس مهال چين د شين پرمختګ لپاره هلې ځلې کوي او هغه هدفونه يې تصديق کړی چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د کاربون پيک  (peak)موخه او تر ۲۰۶۰ کال پورې د کاربون د (neutrality) نيوتراليټي موخه عملي کړي. چين د اساسي ډيجيټلي تاسيساتو د ابادۍ او ډيجيټلي اقتصاد د ابادۍ په ساحو کې شتمنې تجربې راغونډې کړې او له بېلا بېلو هېوادونو سره همکارۍ کولای شي. د نيوزيلنډ د سوداګريزو چارو پوهنځي مشر وايني هوانګ هيله څرګنده کړه چې چين به په ټوله نړۍ کې د دويم لوی اقتصاد په توګه په پر له پسي ډول د خپل اقتصاد د بيا اعادې فعالې اغيزې او په اسيا او آرام سمندر او حتې ټوله نړۍ کې د شموله او دواملرونکي پرمختګ په بهير کې د لارښود رول ولوبوي.

دا اړين دی چې بېلا بېلې خواوې څو اړخيزتوب وساتي او يووالي او همکارۍ پياوړې کړي تر څو ژر تر ژره کرونا وبا کنټرول او اقتصادي پرمختګ اعاده کړي. په دغه غونډه کې د مشرانو په اعلاميه کې يو ځل بيا پر دې ټينګار شوی چې د اسيا او آرام سمندر سيمې به د ګډې ټولنې هدف جوړ شي او د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له خوا د اسيا او آرام سمندر سيمې د ګډ برخليک د ټولنې نظريه پوره ښکارېږي. له حقيقتونو څخه ثابتيږي چې چين نه يوازې په اسيا او آرام سمندر سيمه کې د کرونا وبا د وقايې او کنټرول په چارو کې ډېر باوري ځواک دی، بلکې په دغه سيمه کې د اقتصاد د بيا اعادې او د ګډ پرمختګ په چارو کې باوري همکار هم دی.