پر هانکانګ د امريکا بنديزونه به د امريکا ځاني ګټو ته زيان ورسوي
cri2021-07-17 15:37:48
شريکول:

امريکا د جولای پر ۱۶مه نېټه امريکايي تصديو ته د هانکانګ په اړه سوداګريز خبرداری ور کړی او د سوداګريز چاپيريال په هکله یې پر هانکانګ تور لګولی. امریکا په دې سيمه کې د چین د مرکزي حکومت د ارګانونو پر چارواکو بنديز هم لګولی دی. د امريکا دغه ناوړه کړنه له نړيوالو قوانينو او د نړيوالو اړيکو له بنسټيزو اصولو څخه سرغړونه ده. د څيړونکو په اند ياده کړنه به د چينايانو خپګان راوپاروي، د چين او هانکانګ ضد ځواکونو د ړنګېدو سبب به شي او خامخا به د امريکا ځاني ګټو ته زيانونه و رسوي.
امريکا چې تل يې ادعاء کړې چې له هانکانګيانو سره ولاړه ده، غواړي چې د هانکانګ سمسورتيا او ثبات او د چين دولتي امنيت ته زيان ورسوي او د چين د پرمختګ مخنيوی وکړي، خو هانکانګ د دې سيمې د دولتي امنيت قانون د جوړېدو په رڼا کې د پرمختګ او سمسورتيا په حال کې دی. چين هېڅ کله بهرنيو ځواکونو ته اجازه نه ور کوي چې د هانکانګ پرمختګ ته زيان و رسوي، ټول چينايان به خامخا د امريکا له ناوړې کړنې سره کلکه مبارزه وکړي.