د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جولای د ۱۶مې نېټې په ماښام په انلايڼ ډول له بېجينګ څخه د ايپيک يعنې د اسيا او آرام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان د مشرانو په غير رسمي غونډه کې ګډون او وينا وکړه.
رئيس شي پر دې ټينګار وکړ، چې موږ بايد د سوداګرۍ او پانګونې د آزادۍ او آسانتياوو د پياوړتيا لپاره هڅې وکړو. هغه وویل: "موږ بايد په خپل منځ کې ديوال ليري کړو، نه دا چي دېوال وهوو، موږ ټول بايد يو بل ته ور خلاص کړو، نه دا چي و يې تړو، بايد همکارۍ وکړو، نه دا چي اړيکې پرې کړو؛ تر څو د اقتصاد د نړيوال کيدو بهير لا پرانيستی، د زغم وړ، د ګډو ګټو پر بنا، آسانتياوې لرونکي او مساوې لوري ته د پرمختګ لارښود واوسي."