شي جين پينګ د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان د مشرانو په غيررسمي غونډه کې ګډون وکړ
cri2021-07-17 12:18:13
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای پر ۱۶مه نېټه په بېجينګ کې په ويډيويي ډول د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ د مشرانو په غيررسمي غونډه کې ګدون او وينا وکړه. نوموړي له کرونا وبا سره په مبارزه کې د دې سازمان د غړو د بريا موندلو، د اقتصادي پرمختګ د اعادې او د نړيوال اقتصادي سمسورتيا د پرمخ بيولو په هکله څلور فقره يیز وړانديز وکړ.

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې اوس مهال د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول کارونه لا هم له ډېرو ستونزو سره مخ دي. د دې ترڅنګ سوله او پرمختګ هم د زمانې عمده موضوع ګڼل کيږي. له نړيوالې ټولنې څخه د څو اړخیزتوب د ساتنې، د يووالي او همکاريو د پياوړتيا او له ننګونو سره د مقابلې غوښتنې ډېرې شوې دي. تېر کال د ۲۰۴۰ کال لپاره د اسيا او ارام سمندري سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان پلان  تصويب شو او په کښې د دغې سیمې د ګډې ټولنې د آبادۍ موخه وړاندې شوه. د اسيا او ارام سمندر سيمه د نړيوال اقتصادي پرمختګ مهم انجين دی. له کرونا وبا سره په مبارزه کې د بريا ژر موندل، د اقتصادي پرمختګ بيا احيا او د نړيوال اقتصادي سمسورتيا پرمخ بېول د دې سيمې د بېلا بېلو غړو له نظره تر ټولو مهمه دنده ده.

رئيس شي جين پينګ له کرونا وبا سره په مبارزه کې د نړيوالو همکاریو پياوړتيا، د سيمه ييزو اقتصادونو د يو ځای کېدو، د شموله او دواملرونکي پرمختګ او د علمي او تخنيکي نوښت له نوي فرصت څخه د استفادې په هکله څلور فقره ييز وړانديز وکړ.

نوموړي له کرونا وبا سره په مبارزه کې د نړيوالو همکاريو په هکله داسې وويل: "چين پرمختيايي هېوادونو ته څه باندې پنځه سوه ميليونه دوزه واکسين برابر کړی او په راتلونکو دريو کلونو کې به له نورو هېوادونو سره د درې مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت نړيوالې مرستې وکړي. چين غواړي چې په فعاله توګه د کرونا ويروس ضد واکسين د برابرولو ځنځير د ثبات د تأمينولو او د کليدي طبي توکو د ليږد راليږد لپاره همکاريز وړانديز پلی کړي او د کسانو د امن او منظم تګ راتګ لپاره اغيزمن تدبيرونه ونيسي. چين به د بسپنې په توګه له کرونا وبا سره د مبارزې او د اقتصادي سمسورتيا د پرمخ بېولو په موخه د صندوق د جوړولو لپاره ياد سازمان ته پيسې ور کړې."

رئيس شي جين پينګ د سيمه ييزو اقتصادونو د يو ځای کېدو په هکله وويل چې بايد د سوداګرۍ او پانګونې د آزادېدو او اسانېدو لپاره هڅې وکړو، سوداګريز خنډونه لېرې کړو او د ور خلاصون تګلاره غوره کړو؛ تر څو اقتصادونه سره يو ځای شي. د دې ترڅنګ د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي سازمان د غړو تر منځ د تګ راتګ نقشه باید پلې کړو، تر څو سيمه ييز اقتصادونه سره يو ځای شي او د اسيا او ارام سمندر د ازادې سوداګرۍ لوړه سويه لرونکې سيمه جوړه شي.

هغه زياته کړه چې چين تر نورو هېوادونو مخکې د سيمه يیزو اقتصادي همکاريو د اړيکو تړون منظور کړی او دې ته تمه لري چې په روان کال کې دغه تړون نافذ شي.

شي جین پينګ پر شموله او دواملرونکي پرمختګ د ټينګار کولو په هکله تاېيد کړه چې بايد د خلکو ګټو ته لومړيتوب ور کړل شي، تر څو اقتصاد سالم او دواملرونکي پرمختګ ومومي. چين له اقليمي بدلون سره مقابلې ته په درنه سترګه ګوري او غواړي چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د ((Carbon peak موخه او تر ۲۰۶۰ کاله پورې د carbon neutrality)) موخه تر سره کړي.

چين د دوامدارلرونکي پرمختګ او اقتصادي تخنيکونو په برخو کې د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو تر منځ له همکاريو څخه ملاتړ کوي، د پاکو انرژيو د کارونې  او د سوداګرۍ او پانګونې د شموله پرمختګ لپاره هڅې کوي، د دې تر څنګ د منځنیو او کوچنيو تصديو د پرمختګ او د ښځو په شمول له کمزورو ډلو څخه ملاټړ کوي او د ۲۰۳۰ کال لپاره د دواملرونکي پرمختګ اجنډا پلی کوي.