د ايپيک سازمان اعلاميه: د کرونا وبا د منفي اغيزو له ليري کېدو سره سم به د اقتصاد د بيا احيا کېدو سرعت چټک شي
CRI2021-07-17 10:19:12
شريکول:

د ايپيک يعنې د اسيا او آرام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان د اقتصادونو مشرانو د جولای پر ۱۶مه نېټه يوه غونډه تر سره کړه او له غونډې وروسته يې يوه اعلاميه خپره کړه. د اعلاميې له مخې، د دغه سازمان د غړو هېوادونو مشرانو د کرونا وبا له امله د رامنځ ته شويو روغتيايي او اقتصادي بحرانونو د حلولو او د مقابلې د تګلارو په هکله يې بحثونه وکړل. د کرونا وبا د دې سيمې خلکو او اقتصاد ته منفې اغيزې رسولې دي.

په اعلاملیه کي راغلي: "د کرونا ناروغۍ د تشخيص او درملنې په چارو کې زموږ هلې ځلې ډېرې مهمې دې، که خلک يوازې په عادلانه توګه امن، اغيزمن، باکيفيته او اخيستونکي وړ واکسين وکړي، دغه روغتيايي بحران حلېدای شي. موږ د ټولې نړۍ لپاره د عام توليدات په توګه د کرونا ضد واکسين د ورکولو رول پيژنو، نو موږ به د دغه واکسين توليد اندازه او عرضه زياته کړو، په ټوله نړۍ کې د دغه واکسين د ګډ شريکولو پلوی به کړو او د دواړو اړوندو خواوو د غوښتنو له مخې د دغه واکسين د توليد تېکنالوژيو د ليږدونې هڅونه به وکړو. موږ بايد تأمين کړو چې روغتيايي سيستم هر تن ته خدمت کولای شي، تر څو د اوسنيو او راتلونکو ننګونو مخنيوي وکړو. موږ هرکلی کوو چې د ايپيک سازمان د کرونا وبا ضد مبارزو کې هلې ځلې وکړي او خپلې اضافي سرچينې برابرې کړي. موږ د پوتراجايا د هيلې د عملي کولو لپاره کوښښ کوو چې تر ۲۰۴۰ کال پورې به د اسيا او ارام سمندر سيمې يوه پرانيستي، فعاله، ټينګه او سوله ايزه ګډه ټولنه جوړه شي او د دغې سيمې د خلکو او د راتلونکو نسلونو ګډې سمسورتيا رامنځ ته شي. له دې سره - سره به لاندي اهداف هم تر لاسه شوي وي:

لومړۍ: په قوي، مساوې، امن، دواملرونکي او زغموونکي توګه پرمختګ به وموندل شي.

دويم: نوښت او د ډيجټلي کېدو بهير به چټک شي.

درېيم: سوداګرۍ او پانګونه ډېر مهم دي."