شي جين پينګ: چین به د ايپيک سازمان د اقتصاد د بیا احیا کېدو د صندوق جوړولو لپاره پیسې بسپنه کړې
CRI2021-07-17 10:21:56
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جولای د ۱۶مې نېټې په ماښام په انلايڼ ډول له بېجينګ څخه د ايپيک يعنې د اسيا او آرام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان د مشرانو په غيررسمي غونډه کې ګډون او وينا وکړه. شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، چې چين د کرونا وبا د وقايي او کنټرول او د اقتصاد د بيا احيا کيدو د صندوق جوړولو لپاره دغه سازمان ته پيسي بسپنه کوي، څو د اسيا او آرام سمندر سيمې په اقتصادونو کې د کرونا وبا د ژر پای ته رسيدو او د اقتصاد د بيا احيا کيدو لپاره مرستندويه رول ولوبوي.