وانګ يي به سوريې، مصر او الجزاير ته رسمي سفر وکړي
cri2021-07-18 16:54:04
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جولای په ۱۷ مه نېټه اعلان وکړ، چې د چين د دولتي شورا غړی او خارجه وزير وانګ يي به د سوريې، مصر او الجزاير د بهرنيو چارو وزيرانو په بلنه، د روانې مياشتې له ۱۷ مې نېټې څخه تر ۲۰مې نېټې پورې دغو دريېو هېوادونو ته رسمي سفر وکړي.