وانګ يي د خبري رسنيو سره مرکې وکړې
CRI2021-07-18 12:26:45
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جولای له ۱۲مې نېټې څخه تر ۱۶مې نېټې پورې له ترکمنستان، قزاقستان او ازبکستان څخه ليدنې وکړې.  ده د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د شورا په غونډه او د شانګهای همکارۍ سازمان او افغانستان تر منځ د اړيکو ټينګولو د ګروپ په اړه د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړ. هغه له دغو ډيپلوماتيکو سفرونو وروسته له خبري رسنيو سره د مرکې په ترڅ کې څرګنده کړه، د ياد سفر په ترڅ کې د افغانستان مسئله د بېلا بېلو خواوو تر منځ د بحثونو کليدي ټکی ګرځيدلی دی. ده وویل، هغوی دا احساس لري، چې نړيواله ټولنه په تېره بيا سيمه ايز هېوادونه د افغانستان پر حالاتو اندېښنه لري، خو د دغه هېواد د راتلونکې په اړه هيلې هم لري.

ده زیاته کړه، چې ټولې خواوې هيله لري په دغه هېواد کې ژر اوربند وشي، د هراړخيزې کورنۍ جګړې مخه ونيول شي، د دغه هېواد بين الافغاني مذاکرات ژر بيا پيل شي، له سياسي لارو اړوندې مسئلې حل شي، د بېلا بېلو ترهګريزو ډلو د پراختيا مخه ونيول شي او دغه هېواد د ترهګريزو ډلو د راغونډېدو ځای ونه ګرځي.

وانګ يي وويل، روان کال په افغانستان کې د امريکا لخوا د جګړې د پيل له شلمې کليزې سره برابره ده، خو لا هم سوله نه ده راغلې او جګړه روانه ده.. امريکا د افغانستان د مسئلې د پاروونکي په توګه بايد په مسئولانه توګه په دغه هېواد کې د حالاتو  ثابت انتقال تامين کړي.

 

نوموړي دا هم څرګنده کړه، چې امريکا بايد له افغانستان څخه د خپلو پوځونو د ايستلو په وخت کې فکر وکړي، چې د دغه هېواد وګړو ته سوله يا مصيبتونه پرېږدي او دوی باید د دې سيمې د سولې لپاره هلې ځلې وکړي، نه ترينګلتيا ته.  

وانګ يي د افغانستان د مسئلې په هکله د چين دريځ بيان کړ او ویې ویل، چې چين د افغانستان له بېلا بېلو خواوو څخه ملاتړ کوي او د افغانانو تر لارښوونې لاندې د دغه هېواد د ادارې پر اصولو ټينګار کوي.

ده وویل، دغه هېواد دې خپل برخليک پخپله وټاکي، د خلکو د بنسټيزو او دايمي ګټو پر بنسټ دې ژر تر ژره واقعي مذاکرات او سلامشورې تر سره کړي او په ګډه دې د هېواد نوی راتلونکی ومومي.

وانګ یي زیاته کړه، چې چين تل د افغانستان د ملي حاکميت، خپلواکۍ او د خاورې بشپړتيا ته درناوی کوي او د دغه هېواد په کورنيو چارو کې د نه لاسوهنې پر اصولو ټينګار کوي.

 د نوموړي په وینا، چين هيله لري، چې افغانستان له جګړه ایز حالت څخه ووځي او ټول شموله سياسي چوکاټ جوړ کړي، فعالې او نرمې اسلامي تګلارې غوره کړي، له هر ډول ترهګرۍ سره مبارزه وکړي او له ګاونډيو هېوادونو سره په دوستۍ کې ګډ ژوند وکړي.

د چين په اند نړيواله ټولنه بايد د افغانانو تر لارښوونې لاندې د دغه هېواد د ادارې د اصولو له مخې په فعاله توګه له دغه هېواد سره کومک وکړي، چې دغه هدفونه عملي کړي.

وانګ یي دا هم وویل، چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه بايد خپلمنځي همغږۍ پياوړې کړي او په ګډه د افغانستان د مسئلې په برخه کې د سوله ايز حل و فصل لپاره رغوونکی رول ولوبوي او وړ خدمتونه تر سره کړي.