د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا د رئيس عبدالله عبدالله په مشرۍ د دغه هېواد د حکومت پلاوي او په دوحه کې د طالبانو د سياسي دفتر د مشر ملاعبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوي، د جولای په ۱۷مه د قطر په پلازمينه دوحه کې د سولې مذاکراتو نوی پړاو پیل کړ.
عبدالله عبدالله د مذاکراتو په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، افغانستان اوس په ستونزمن حالت کې دی او د زور زياتي نښتې روانې دي، چې د دغه هېواد ملکي وګړې یې زيانمن کړي دي. د افغانستان د مسئلې حلولو لپاره بايد د جګړې د پای ته رسېدو او د سياسي حل لارې لټولو ته باید پام وشي. ده وویل، چې د سولې رامنځته کول د دواړو خواوو انعطاف منونکې رويې ته اړتيا لري.
نوموړي زیاته کړه، چې افغانستان بايد بيا ورغول شي او دا کار د دې سيمې او نړۍ د اړوندو هېوادونو تر منځ رغوونکو اړيکو ته اړتيا لري. عبدالله دا هم وویل، چې موږ اړتیا لرو تر څو نړیواله ټولنه د افغانستان د سولې له بهیر څخه ملاتړ وکړي. عبدالله ټینګار وکړ، چې د دغه هېواد مسئله له نظامي لارې نه شي حلېدلی.
ملا عبدالغني برادر وويل، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ وطن دی. بېلا بېلې خواوې بايد د بې اعتمادۍ له رويې او شخصي ګټو څخه لاس واخلي او د هېواد د اتحاد او سمسورتيا لپاره هلې ځلې وکړي. هغه زياته کړه، چې طالبان به د دغو مذاکراتو د برياليتوب لپاره هڅې وکړي.
د الجزیرې ټلويزيون د خبر له مخې، د افغانستان حکومت او طالبانو په خپلمنځي مذاکراتو کې د يوې څوارلس کسيزې کمېټې د جوړېدو په هکله موافقې ته رسيدلي، چې د دواړو خواوو د استازو لخوا جوړېږي. د دغې کمېټې دندې د اوربند او د بنديانو د خوشي کولو په شمول د مذاکراتو اجنډا جوړول دي.