چین د هانکانګ په اړه د امریکا خبرداری باطل کاغذ وباله
CRI2021-07-18 16:45:03
شريکول:

امريکا د هانکانګ د سواګريز چاپيريال په اړه د تش په نامه خبرداری خپور کړ، چې په هانکانګ کې د چين مرکزي حکومت په څانګو کې پر اړوندو مامورينو بنديز لګوي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د جولای په ۱۷مه نېټه په دې اړه وويل، امريکا په هانکانګ کې پر سوداګريز چاپيريال بې بنسټه تور لګوي او په ناقانونه توګه په هانکانګ کې د چين د مرکزي حکومت د څانګو پر اړوندو مامورينو بنديز لګوي، چې دغه کړنې د نړيوالو قوانينو او د نړيوالو اړيکو له  بنسټیزو اصولو څخه سخته سرغړونه ده، د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي. چين په دې هکله ټينګ مخالفت کوي او سخته غندنه یې کوي.

د امريکا  تش په نامه بنديزونه باطل کاغذ دی او له دې لارې پر چين د فشار اچولو امکان نه لري. چين به د قانون له مخې د خپل ملي حاکميت، امن او ګټو ساتلو لپاره اړين تدبيرونه ونيسي.