د مسلمانانو سره تبعيض د امريکا په ټولنه کې يوه ټينګه او سخته مسئله ده
CRI2021-07-18 16:52:18
شريکول:

امريکا تل د ازادۍ، دیموکراسۍ او بشري حقونو د ساتلو لپاره، ځان نړیوال ساتونکی او ملاتړ کوونکی بولي، خو د دغه هېواد په دننه کې مسلمانانو ته سپکاوی او له هغوی سره ناوړه چلند کوي.

دوی په اوږده موده کې د اقتصاد د ښه والي او د مذهبي عقايدو  د ازادۍ د رامنځته کولو لپاره د مسلمانانو هيلو ته نه ګوري او حتی کله نا کله له اسلامي دين څخه د ډارېدو کړنې لري. د امريکا ديموکراتيک ګوند او جمهوريت غوښتونکي ګوند له مسلمانانو څخه  د  سياسي ټاکنو د وسلې په توګه استفاده کړې ده.

د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر له يوولسمې پيښې وروسته اکثره امريکايان پر مسلمانانو اعتماد نه کوي، حتی د ډاريدو او نفرت احساسات یې رامنځته کړي دي. د امريکا فدرالي حکومت او پوځونو په پرانيستي ډول پر مسلمانانو د نه اعتماد خبرې کړې دي. د بريتانيا د ګوارډيان  (The Guardian )  د خبر له مخې، د امريکا د ځانګړي پوځ، قومندانۍ ادارې، د ګمرکاتو ادارې او د سرحدې ځايونو د ادارې رياست په شمول نظامي او فدرالي حکومتي څانګو د مسليم پرو  (Muslim Pro) په شمول د ګرځنډ ټليفون د ايپليکېشنونو له تصديو څخه په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو د جغرافيايي معلوماتو شميرنې اخيستې دي، چې دا د مسلمانانو پر شخصي حقوقو تېری بلل کېږي.

په امريکا کې د مسلمانانو د شمېر په زياتېدو سره د دغه هېواد د ډيموکراتيک ګوند او جمهوريت غوښتونکي ګوند له مسلمانانو څخه د سياسي وسلې په توګه استفاده کړې او کوي يې.په ۲۰۱۶کال کې د امريکا په ولسمشريزو ټاکنو کې د دغه هېواد پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مسلمانانو په اړه څرګندونې وکړې او د اسلامي دین د درېدو خبره یې هم وکړه او حتی ویې ويل، چې په امريکا کې د مسلمانانو د تعقيب لپاره یې يو لیست جوړ کړی دی.ټرمپ د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په ۲۷مه نېټه د مسلمانانو د محدوديت حکم لاسليک کړ، چې د امريکا په دننه او بهر کې یې سخت غبرګونونه او په وړاندې یې احتجاجونه راپورته شوي دي.