د جو ژونګ په نوم د مريخ پلټونکی ماشين په مريخ کې ۵۰۹ متره واټن وهلی
cri2021-07-18 14:35:28
شريکول:

د چين د فضايي چارو ادارې د خبر له مخې، د جولای د ۱۷مې نېټې له غرمې وروسته تر ۱۱ بجو پورې، د جو ژونګ په نوم د مريخ پلټونکی ماشين په مريخ کې څه دپاسه ۵۰۹ متره واټن وهلی او د شګو دوهمې غونډۍ ته د رسېدو په حال کې  دی او پلان لري، چې د شګو غونډۍ او شاوخوا چاپېریال مفصله پلټنه ترسره کړي. تر دې دمه، "جو ژونګ" اکتشافي ماشين د مریخ په سطحه باندې د ۶۳ ورځو لپاره کارول شوی دی او تيان وين لومړی نمبر څېړنيزه دستګاه په خپلې پټلۍ کې د ۳۵۹ ورځو لپاره کارولی دی، چې له کُرې څخه شاوخوا ۳۷۵ ميلیونه کیلو متره لرې دی. اوس مهال نوموړي دوه ماشينونه په ښه حالت کې دي او د هر فرعي سیسټم کاري شرایط نورمال دي.