لي که چيانګ د سختو سيلابونو له امله د جرمني صدراعظمې انګیلا ميرکل ته د خواخوږۍ پيغام ولېږه
cri2021-07-18 14:35:59
شريکول:

د جولای په ۱۶مه نېټه د چين صدراعظم لي که چيانګ په جرمني کې د سختو سيلابونو له امله د دغه هېواد صدراعظمې انګیلا ميرکل ته د خواخوږۍ پيغام ولېږه.

لي که چيانګ په دغه پيغام کې ويلي، د جرمني په لوېديځو سيمو کې سخت سيلابونه رامنځته شوي او د سر او مال زيانونه يې رسولي دي. زه د چين د حکومت په استازيتوب او له خپله اړخه پر ټولو مړو شويو کسانو ژور خپګان او د مړو شويو له خپلوانو سره خواخوږي او همدردي څرګندوم. هيله لرم، چې د صدراعظمې انګیلا ميرکل تر لارښوونې لاندې به د جرمني خلک هرومرو له ناورينونو سره په مقابله کې برياليتوب تر لاسه کړي او خپل کورونه به بيا جوړ کړي.