نن د جولای نولسمه نېټه ده او د بېجينګ د المپيک ژمنيو لوبو پيل ته ۲۰۰ ورځې پاتې دي. د هه بې ولايت د جانګ جيا کو په مسابقوي ناحيه کې د المپينک ژمنيو لوبو د تيارۍ بېلا بېل کارونه ډېر ښه او چټک روان دي.
د هه بې ولايت جانګ جيا کو ښار د بېجينګ د المپيک ژمنيو لوبو همکار دی او په دغه سيمه کې به د ازادۍ سکي وهلو، بياتلون (biathlon) او د صحرايي سيمې د سيکي وهلو په شمول د ۲ لويو ژمنيو لوبو د ۵۰ کوچنيو مسابقو لوبې تر سره شي او په دغو لوبو کې به ۵۱ طلايي مډالونه لوبغاړو ته ورکړل شي.
اوس په جانګ جيا کو ښار کې د المپیک سپورټي ميدانونو او ستيډيومونو د ابادۍ کارونه او اړوند خدمتي چارې په منظمه توګه روانې دي او ښاريانو ته د المپيک ژمنيو لوبو په اړه د معلوماتو د ورکولو لپاره رنګا رنګ فعاليتونه تر سره کيږي.