د نړيوالو پانګوالو په لاس کې د چيني ونډو او بانډونو اندازه له اته سوو ميليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتې ده
cri2021-07-19 10:57:20
شريکول:

 د بريټانيا د فيننشل ټايمز ورځپاڼې خبر ور کړی چې په تېر يو کال کې د نړيوالو پانګوالو له خوا د ساتل شويو چيني ونډو او بانډونو اندازه په سلو کې شاوخوا۴۰ زياته شوې او په دې سره يې عمومي اندازه له اته سوو ميليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتې ده.

د بلومبورګ خبري اژانس د شمېرنې له مخې د روان کال له جنورۍ څخه تر اوسه پورې بهرنيو پانګوالو شاوخوا ۳۵ ميليارډه ۳۰۰ ميلونه امريکايي ډالره چيني ونډې اخيستي چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۴۹ زیايوالی ښيي.د فرانسې د کرنيزو پورونو بانک يوه شمېرنه ښيي چې د روان کال په بهير کې بهرنيو پانګوالو څه باندې ۷۵ ميليارډه امريکايي ډالره چيني بانډونه اخيستې چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې پنځوس زياتوالی ښيي.(غاټول)