د افغانستان حکومت او طالبان د بين الافغاني مذاکراتو د بهير پر چټکتيا ټينګار کړی
CRI2021-07-19 10:50:45
شريکول:

د افغانستان حکومت او طالبانو د جولای په ۱۸مه نېټه د قطر په پلازمينې دوحې کې د سولې د مذاکراتو نوی پړاو تر سره کړ او د دغو مذاکراتو د بهير پر چټکتيا يې ټينګار کړی دی.

دواړو خواوو د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، د افغانستان حکومت او طالبانو  پر دې موافقه کړې، چې د مذاکراتو بهير چټک کړي تر څو په عادلانه او دايمي توګه په دغه هېواد کې نښتې ختمې کړي او يوې داسې روغې جوړې ته ورسيږي، چې د ټولو افغانانو ګټې پکې خوندي وي.

په اعلاميه کې راغلي، چې دواړه خواوې به د کرونا وبا د خپرېدو په حال کې د طبي کارکوونکو د امنيت ساتنې، د دغه هېواد بېلا بېلو ځايونو ته په ډاډمنه فضا توګه د اړوندو طبي ماشينونو او سامانونو د رسيدو لپاره هر اړخيز اړين تدبيرونه ونيسي. دواړه خواوې به د ملکي تاسيساتو د ساتنې، ملکي وګړو ته د زيانونو د مخنيوي او ټولو خلکو ته د بشري مرستو د برابرولو په چارو کې همکارۍ وکړي.