د شينجيانګ پرمختګ څېړنيز مرکز د لويديځو کړيو ناوړه کړنې افشا کړې
CRI2021-07-19 10:20:09
شريکول:

د شينجيانګ د پرمختګ څېړنيز مرکز د جولای په ۱۵مه نېټه د يوې تبصرې په خپرولو سره دې ته اشاره کړې، چې د چين ضد بهرنيو کړيو د شينجيانګ په اړه د راپورونو، کتابونو او فلمونو په شمول داسې تش په نوم کلتوري توليدات جوړ کړي چې دغه کلتوري توليدات بيخي د باور وړ نه دي، جعلي معلومات يې پکې ځای کړي،” ممثلينو“ د ځپل شوو کسانو په نوم پکې ډېر ښه رول لوبولی، منطق او بېلګې يې بيخي له حقيقته لرې دي او جوړوونکي يې ځانګړی ملاتړ او موخه لري. له دغو تش په نوم توليداتو څخه دا څرګنديږي، چې د چين ضد لويديځو کړيو د شينجيانګ د بدنامولو او د دې سيمې د پرمختګ د مخنيوي لپاره په له هرې ناوړې لارې څخه په بې شرمۍ استفاده کړې ده.