۴۸ هېوادونو د روغتيا نړيوال سازمان ته پيغامونه لېږلي
cri2021-07-19 15:39:14
شريکول:

د سويس په ژنيو کې د ملګرو ملتونو په استازنځي کې د ۴۸ غړو هېوادونو استازيو د جولای په ۱۵ مه نېټه د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تدروس ادهانوم ته پيغامونه لېږلي، د کرونا ويروس د سرچينې له پيدا کولو څخه يې ملاتړ کړی او د دغې مسئلې له سياسي کېدو سره يې مخالفت کړی دی. د معالوماتو له مخې، د يادو هېوادونو استازو په خپلو پيغامونو کې پر دې ټينګار وکړ چې کرونا ويروس د ټولو انسانانو ګډ دښمن دی او نړيواله ټولنه بايد يو له بل سره همکارۍ وکړي، تر څو د کرونا ويروس پر ضد په نړيوالې مبارزې کې بريالي شي. د کوويډ-۱۹ ويروس د سرچينې پيدا کول د دغه ويروس پر وړاندې د مبارزې مهمه چاره ده چې ټول هېوادونه يې بايد د سانيسي لارو چارو په رڼا کې تر سره کړي.