د نړيوالو ميراثونو ۴۴مې غونډې د فو جو اعلاميه خپره کړه
CRI2021-07-19 10:09:25
شريکول:

د نړيوالو ميراثونو ۴۴مې غونډې په دې ورځو کې د فو جو اعلاميه خپره کړه او له دې لارې يې دغه خبره بيا تکرار کړې چې د نړيوالو ميراثونو ساتنه او د اړوندې همکارۍ تر سره کول ستر اهميت لري او بايد په يو موټي او ګډو کړنو سره له اقليمي بدلون سره مقابله وکړي. 

د چين د ښوونې معاون تيان شوی جون په دې اړه معلومات ورکړل چې د فو جو اعلاميې له مخې، نړيوال ميراثونه د کلتوري او طبيعي شتمنيو په توګه د مختلفو ډولو تمدونونو ترمنځ د تګ راتګ، نړيوالې سولې او دوامدار پرمختګ لپاره مثبت خدمتونه کوي. له بېلا بېلو دوديزو او غير دوديزو ننګونو سره مقابله او د نړيوالو ميراثونو ساتنه د ټولو انسانانو ګډه دنده او وظيفه ده. 

( سپوږمۍ)