د امريکا د بشري حقونو تر چتر لاندې د مسلمانانو پر ضد سخت تبعيض روان دی
CRI2021-07-19 15:30:23
شريکول:

امريکا خپل ځان (( د بشري حقونو سمندري څلی )) بولي او کله نا کله د بشري حقونو د ساتلو په پلمه د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه او پر ضد يې خبرې کوي او حتی بنديزونه پرې لګوي، خو خپله د دغه هېواد په داخل کې د مسلمانانو پر ضد سخت تبعيض روان دی او پر مسلمانانو ظالمې کړنې تر سره کيږي. د امريکا دغو کړنو د بشري حقونو په برخه کې د دغه هېواد رياکارانه بڼه افشا کړې ده.

لومړی، نژاد پرستي د امريکا اصلي مسئله ده. د سپتمبر د يوولمسې نېټې پېښې له رامنځته کېدو څخه نژدې شل کاله تير شوي، خو امريکا کې مسلمانان لا هم د بدنامۍ له کړنو سره مخ دي او تر ګواښونو او سختې څارنې  لاندې ژوند تيروي. په امريکا کې پر مسلمانانو زيات دوښمنانه بريدونه کيږي. په ۲۰۱۸م کال کې د امريکا د کانګريس په ټاکنو کې د مسلمانانو ضد ډېرې زياتې خبرې کېدې او د امريکايي سياتوالو د د ناوړو خبرو او کړنو له امله اوس د مسلمانانو ضد نظريه د دغه هېواد په عمومي سياسي جريان کې ځای نيولی دی. د امريکا د اسلامي اړيکو کميټې په همدې کال يو راپور خپور کړ، چې له مخې يې له ۲۰۱۶ م کال راهيسې په دغه هېواد کې د مسلمانانو ضد ټولنو شمېر دوه چنده زيات شوی دی. 

د امريکا په فلمونو او نورو کلتوري توليداتو کې د نژاد پرستۍ نظريې خپريږي او د مسلمانانو منفي بڼې پکې انځوريږي، چې له امله يې د مسلمانانو او د دوی د استوګنيزو سيمو ضد تبعيض، دوښمنانه نظريې او زورزياتی زيات شوی دی.د يوه راپور له مخې، له ۲۰۱۷م  کال څخه تر ۲۰۱۹م کال  پورې د بريتانيا، امريکا او اسټراليا په هغو فلمونو کې چې د پلورل شويو ټکټونو اندازې يې ډېرې لوړې دي، مسلمانانو ته پکې د وژوونکو او تيري کوونکو په شمول منفي رولونه ورکړل شوي او يوازې له ۱۰ سلنه کمو فلمونو کې د مسلمانانو مثبت رولونه څرګند شوي دي.

دوهم، امريکا پر مسلمانانو د قيوداتو د لګولو لپاره د قانون له طريقې څخه استفاده کړې. دغه هېواد په نړۍ کې يوازينی هېواد دی، چې پر مسلمانانو يې د بنديز اداري حکم خپور کړی دی. که څه هم امريکا د نژادي متنوعيت، ټولشموليت او پرانيستنې د نړيوالې بڼې د جوړولو لپاره ډېرې هڅې کړي، خو دغه هېواد کې سپين پوستو ته ډېر ارزښت ورکول کيږي. ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې د مسلمانانو ضد ناوړه خبرې وکړې او له لوړې وروسته يې اداري حکم لاسليک کړ، چې د ايران، يمن، ليبيا، سومالي، سوريې او چاد په شمول د اسلامي هېوادونو پر اتباعو يې امريکې ته په ورتګ بنديز ولګاوه. ياد حکم د ۲۰۱۸م کال د جون په ۲۶مه نېټه د دغه هېواد د لوړې فيډرالي محکمې له خوا هم تصويب شو.

درېيم، د امريکا د ظالمانه کړنو له امله بهرني مسلمانان هم زيانمن شوي دي. د بهرنيو مسلمانانو پر واندې امريکا دوه ګوني معيارونه غوره کړي او د بشري حقونو په پلمه يې خپلې ګټې موندلې دي. دغه هېواد د روانې پېړۍ له پيل راهيسې له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه په افغانستان، سوريه او عراق کې جګړې پيل کړي او لسګونو ميليونو بې ګناه مسلمانانو ته يې مرګژوبله اړولې ده. امريکا د کرونا وبا د خپرېدو په موده کې پر ايران او ځينو نورو هېوادونو بنديزونو ته دوام ورکړی چې له امله يې د ځپل شويو هېوادونو ملي اقتصاد او د ځايي خلکو ژوند په ستونزو کې راګير شوی دی.

امريکا د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د شخړو پر وړاندې بيا بيا د ملګرو ملتونو د ټولو غړو هېوادونو د ګډې نظريو په مقابل کې درېدلی او په م.م کې يې هر وخت د اسرائيل په ملاتړ رايه ورکړې ده. دغه هېواد د روان کال د مۍ په ۱۶مه نېټه په درېيم ځل د امنيت شورا د هغه هڅې مخه ونيوه، چې د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د اوربند او د عامو خلکو د ساتلو د غوښتنې لپاره يوه ګډه اعلاميه تصويب کړي.  د دې تر څنګ، دغه هېواد له دې سره موافقه کړې، چې پر اسرائيل به د ۷۳۵ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د نښې ويشتلو وسلې وپلوري. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ په دې اړه وويل، چې امريکا وايي د مسلمانانو بشري حقونو ته پاملرنه لري، خو د فلسطينيانو د دردونو پر وړاندې بې پروا ده او ځای يې کوڼ اچولی دی.

بشري حقونه د امريکا لپاره د ککړو موخو د پټولو سياسي وسيله ده او دغه هېواد د خپلې رياکارانه بڼې تر  شا د نژاد پرستۍ ناوړو کړنو ته دوام ورکوي.

 

( ليکواله: د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ د اروپايي چارو څېړنيز انستېتيوت مرستياله څېړونکې دنګ شو هوا)