د بريټانيا د صدراعظم په شمول ځيني بريټانوي مشران به قرنطين شي
cri2021-07-19 10:52:23
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د بريټانيا صدراعظم بوريس جانسن او د ماليې وزير ريشي سوناک د جولای په اتلسمه نېټه په جلا جلا توګه په ټولنيزو رسنيو کې ويلي چې د دې هېواد د روغتيا له ادارې څخه يې هغه خبرتيا تر لاسه کړې چې په دې وروستيو ورځو کې یې پر کرونا له اخته کس سره ليدلي او نژدې ور سره پاتې شوې دي نو د همدې له امله بايد قرانطين شي.

د بريټانيا د روغتيا وزير جاويد د جولای په ۱۷مه نېټه خپلې تويټې پاڼې خبر ور کړی چې د کرونا ټېست پايله يې مثبته راغلې ده. بي بي سي د جولای په ۱۸مه نېټه خبر ور کړی چې صدراعظم بوريس جانسن او د ماليې وزير ريشي سوناک له جاويد سره ليدلی او نژدې ور سره پاتې شوي دي.(غاټول)