د چين ميډيا ګروپ غواړي چې د مکاو ځانګړې ادارې سيمې له حکومت سره ستراتيژيکې همکارۍ ټينګې کړي
CRI2021-07-19 14:35:00
شريکول:

د چين ميډيا ګروپ او د مکاو ځانګړې ادارې سيمې د حکومت تر منځ د ستراتيژيکو همکاريو مراسم د جولای په ۱۸مه نېټه په مکاو کې تر سره شول.

د چين ميډيا ګروپ د ځوانانو او ماشومانو او سپورټ پروګرامونو مرکز او د مکاو د راډيو او ټلويزيون د شرکت استازو د اولمپيک لوبو د خبري رسنيو د حقونو او ګټو په اړه همکاريز تړون لاسليک کړ. د چين ميډيا ګروپ به په وړيا توګه د ۲۰۲۰ د توکيو د اولمپيک لوبو د پروګرامونو او د ۲۰۲۲ کال د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو پروګرامونو د خپرولو حقوق د مکاو ياد شرکت ته ورکړي.

د دې تر څرنګ د چين ميډيا ګروپ د اسيا او آرام سمندر سيمې عمومي مرکز له مکاو پوهنتون سره د ستراتيژيکو همکاريو چوکاټي تړون هم لاسليک کړ.