د پاکستان د بهرنيو چارو وزير په ترهګريزې پيښې کې د چيني ټپيانو حال احوال پوښتنه وکړه
CRI2021-07-19 14:38:18
شريکول:

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د جولای په ۱۸مه نېټه اسلام آباد ته نژدی د ځمکني پوځ په عمومي روغتون کې د هغو چينايانو د حال احوال پوښتنه وکړه چې څه موده مخکې د دغه هېواد په شمال خيبر پښتونخوا کې په يوه ترهګريزه پيښه کې ټپيان شوي دي.هغه د ټپيانو د حالت او د ژغورنې په هکله له دغو ټپيانو څخه پوښتنې وکړې او د پاکستان د حکومت او خلکو په استازيتوب يې ورسره همدردي څرګنده کړه. له نوموړي سره په دغه کتنه کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير سلاکار او په دغه هېواد کې د چين لوی سفير نونګ ژونګ هم ملکري وو.

قريشي په روغتون کې له چيني خبري رسنۍ سره د مرکې په وخت کې وويل، چې پاکستان او چين په ګډه له ننګونو سره مقابله کوي او د پاکستان د پرمختګ لپاره پروژې جوړوي، خو ځيني ځواکونه نه غواړي، د دغه هېواد پرمختګ وګوري او ترهګريز بريد د دوی ضعيفه کړنه ده. که چين او پاکستان يو ځای ګډې هڅې وکړي، خامخا به دغو ځواکونو ته ماتي ورکړي.

نوموړي وويل، چې دغه ترهګريز بريد نه يوازې د چین پر وړاندې شوی، بلکې د پاکستان او د دواړو هېوادونو د دوستۍ په وړاندې هم شوی. پاکستان به له چين سره يو ځای تر وسی پورې هڅې وکړي چې مجرمين ونيسي او د قانون منګولو ته به يې وسپاري.