د طالبانو مشر: د افغانستان مسئلې له سياسي حل و فصل څخه ملاتړ کوم
CRI2021-07-19 10:03:03
شريکول:

د افغانستان د طالبانو مشر مولوي هبة الله اخندزاده د جولای په ۱۸مه نېټه په خپل اختريز پيغام کې څرګنده کړې، چې طالبان د افغانستان مسئلې له سياسي حل و فصل څخه ملاتړ کوي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پر خپلې ټويټر پاڼې دغه اختريز پيغام خپور کړی دی. مولوي هبة الله اخندزاده په دغه پيغام کې ويلي، چې سره له دې چې طالبانو په نظامي لارې زيات پرمختګونه کړي، خو بيا هم د افغانستان مسئلې له سياسي حل و فصل څخه ټينګ ملاتړ کوي او کوشش کوي چې په دغه هېواد کې يو داسې اسلامي نظام جوړ شي چې د ټولو ګټې په کې خوندي وي.

نوموړي په دغه پيغام کې څرګنده کړې، چې طالبان غواړي په ډيموکراتيکو، اقتصادي او سياسي لارو چارو د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو سره ښې او ټينګې اړيکې جوړې کړي. هغه په دغه پيغام کې يو ځل بيا ژمنه کړې،  چې چا ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د بل هېواد د پر ضد وکاروي او يا يي امنيت ته ګواښونه جوړ کړي، دغه راز نوموړي له بهرنيو هېوادونو څخه په افغانستان کې د نه لاس وهنې غوښتنه کړې ده. هغه ډاډ ورکړی، چې طالبان به په افغانستان کې د بېلا بېلو هېوادونو د سفارتونو، بشر دوستۍ سازمانونو او بهرنيو پانګوونکو امنيت وساتي.