د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د جولای په ۱۹مه نېټه د يو لړ تازه شمېرو په خپرولو سره څرګنده کړه چې د منځنۍ اروپا پر وخت د ۱۹مې نېټې د مازديګر تر ۵ بجو او ۴۲ دقيقو پورې په ټوله نړې کې د کرونا وبا مثبتې پېښې د تېرې ورځې په پرتله ۴۲۷۵۷۶ زياتې شوې چې عمومي شمېر يې ۱۹۰۵۹۷۴۰۹ته رسېدلی او د مړه شويو کسانو شمېر ۷۱۴۵ زيات شوی چې عمومي شمېر يې ۴۰۹۳۱۴۵ ته رسېدلی دی.
( سپوږمۍ)