څه باندې ۷۵۰ سايبر کاروونکي په امريکا کې د دېټريک فورټ بيالوژيکي لابراتوار پلټنه غواړي
CRI2021-07-20 09:54:38
شريکول:

د خبر له مخې، د روان کال په جون مياشت کې چيني سايبر کاروونکو د روغتيا نړيوال سازمان په عنوان يو پيغام خپور کړ چې پکې يې په امريکا کې د دېټريک فورټ بيالوژيکي لابراتوار د پلټنې غوښتنه کړې ده. دغو سايبر کاروونکو د جولای په ۱۷مه نېټه يو ځل بيا يو پيغام خپور کړ او د چين د ګلوبل ټايمز ورځپاڼې له لارې يې نړيوالو ته وړانديز وکړ چې د روغتيا نړيوال سازمان بايد د کرونا ويروس د سرچينې په راتلونکې څېړنيزه مرحله کې د دېټريک فورټ بيالوژيکي لابراتوار په شمول د امريکا په يو لړ لابراتوارونو کې پلټنې وکړي.

د چين د خارجه وزارت وياند جاو لي جيان د جولای په ۱۹مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې څرګنده کړه چې د همدې ورځې د ماسپښين تر ۳ بجو پورې څه باندې ۷۵۰ زره سايبر کاروونکو په ياد پيغام کې امضا کړی دی. د چين د ګلوبل ټايمز ورځپاڼې د يوې سروې په سلو کې د څه دپاسه ۹۰ برخه والو په نظر د کرونا ويروس د سرچينې موندلو راتلونکې مرحله دې په امريکا کې تر سره شي. 

( سپوږمۍ)