د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د عراق د کورنيو چارو وزارت يو چارواکي چې د خپل نوم له ښودلو نه يې ډډه کړې، د جولای په ۱۹مه نېټه څرګنده کړه چې د دغه هېواد د پلازمېنې بغداد ختيځ ته د سدر په يو بازار کې په همدې مازديګر يوه چاودنه وشوه چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په شمول ۱۹ تنه وژل شوي او ۵۴ تنه نور ټپيان دي. د پېښې ځای په شاوخوا کې څو دکانونه هم ويجاړ شوي دي.
تر اوسه پورې هېچا د دغه بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې.
( سپوږمۍ)