د لويديځو هېوادونو ځينې سروې ګانې شرموونکې دي
CRI2021-07-20 15:36:48
شريکول:

د امريکا مشهوري خبري رسنۍ بلومبرګ اژانس او د نظرپوښتنو نامتو ارګان پيو څېړنيز مرکز په دې وروستيو کې يو پر بل پسې د ۲ سروې ګانو نتيجې خپرې کړې دي. لومړنۍ سروې کې امريکا د کرونا وبا ضد مبارزې کې تر ټولو غوره هېواد بلل شوی. دويمه سروې وايي، چې د چين نړيواله بڼه لا هم منفي ده او د امريکا نړيواله بڼه له ټيټوالي څخه وتلې او د ښه والي په حال کې ده. دغه ۲ سروې ګانې د نړيوالو  خندا ګرځيدلې دي.

بلومبرګ اژانس د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې د نړۍ ډېر لوی شرکت دی او خپل ځان عادلانه او بې طرفه بولي او پيو څېړنيز مرکز بيا د بې طرفه ارګان په توګه په ګردې نړۍ کې شهرت لري، خو د نوموړو اعتبار د خپلو تازه خپرو شويو سرويو له امله ډېر سخت زيانمن شوی دی. د دوی دغو چارو نړۍ ته د خطر زنګ وهلی او دا يې په ډاګه کړه، چې د لويديځو ځينې سروې ګانې له فريب او چل ډکې دي او نړيوال بايد د دغو سروې ګانو پر وړاندې هوښيار او بيدار واوسي.

دغه سروې د فريب کوم خصوصيت لري؟ د بلومبرګ اژانس معيارونو بدل کړي او امريکې ته يې د کرونا وبا ضد مبارزې د لومړي قهرمان نوم ورکړی دی. د نوموړي ارګان دغه بې شرمه کړنه د ګردې نړۍ له غندنو سره مخ ده.

د پيو څېړنيز مرکز سروې هم د باور وړ نه ده. نوموړي ارګان په دې وروستيو کې د چين د نړيوالې بڼې په اړه د شوې سروې نتيجه خپره کړې، خو په دغه سروې کې يې يوازې په ۱۷ پرمختللو هېوادونو کې نظرپوښتنې تر سره کړي او له مخې يې دغه استدلال کړی، چې زياتره خلک د چين بڼه لا هم منفي بولي. د دغسې سروې پر وړاندې يوه پوښتنه دا ده، چې ولې دغه ارګان د زياتو اسيايي، افريقايي او لاتيني امريکايي هېوادونو خلک نه دي پوښتلي؟  ملګري ملتونه له ۱۹۰ نه زيات غړي هېوادونه لري، نو ايا ۱۷ هېوادونه د نړيوالې ټولنې استازيتوب کولی شي؟ له  دغې بېلګې څخه معلوميږي، چې د وړاندوينې وړ په نتيجو او کنترول سره د پيو د دغې سروې نظريې برابرې او هراړخيزې نه دي او له مغرورۍ او تعصب  څخه ډکې دي.

د بلومبرګ او پيو له يادو کړنو څخه څرګنديږي، چې ځينې لويديځي خبري رسنۍ او ارګانونه له چين سره تعصب لري او دوی د لويديځو هېوادونو د ارزښت او نظريو وياندويي کوي او د امريکا له حکومت سره د ګټو پټې اړيکې لري.

د بېلګې په توګه، پيو د نړيوالو حالاتو د بدلون په حال کې د چين په اړه زياتې سروې ګانې تر سره کړي دي. کله چې د اوباما حکومت د اسيا او ارام سمندر سيمې د ستراتيژۍ دوباره تطبيق پيل کړ، پيو د چين او ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د اړيکو تر عنوان لاندې د سرې ګانو اجنډا وټاکله. اوسمهال د چين او امريکا ترمنځ ستراتيژيکې سيالۍ رامنځته شوي، نو پيو پر وخت د چين او امريکا په اړه سروې ګانې خپرې کړې چې موخه يې د امريکا بڼې ته ښکلا ورکول او د چين بڼې ته بدرنګي ورکول دي او  په حقيقت کې دغه خبري ارګانونه د امريکا د سياسي چارو لپاره لوی خدمتونه کوي.

د جرمني ژبې په يو مشهور کتاب (( رياکارانه امريکا )) کې ليکل شوي، چې په لويديځو هېوادونو کې زياتره خبري رسنۍ شخصي شرکتونه دي او په سياسي برخو کې ډېرې ګټې لري. د لويديځو هېوادونو زياتې عمده خبري رسنۍ د امريکا د ظالمانه خبرو په سيستم او نظام کې رول لوبوي او د خپلواک فکر قوت يې له لاسه ورکړی دی. ګڼ شمېر خبريالان د امريکا د حکومت په مطبوعاتي چوکاټ کې لويدلي او د امريکا د دريځ له مخې د خبرو نو د توليدولو په حال کې دي.

که څه هم د بلومبرګ اژانس او پيو  په شمول ځينو خبري رسنيو او اړوندو څانګو د مسلکو او خپلواکو  ارګانونو پرده پر ځان غوړولې ده، خو دغه ادارې په حقيقت کې د امريکا د عامو افکارو د جګړې يوه برخه ګرځېدلې او د امريکايي نظام د ساتلو لپاره کار او خدمت کوي.

د امريکا د نړيوال ستراتيژيک اتحاد شرکت بنسټګر ګو پينګ شان په دې وروستيو کې د يوې تبصرې په خپرولو سره ويلي چې، په نړيوال نظام کې دا اجازه نشته، چې يوازې امريکا دې تسلط ولري. ځيني امريکايي خبري رسنۍ او ارګانونه لا هم د امريکا د مسلط نظام د ساتلو لپاره هڅې کوي، دوی قضاوت نه شي کولی او د دغو ادارو دغه کوښښونه به يوازې د خپل اعتماد د زيامنولو سبب وګرځي.