د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې پوځ د جولای په ۱۹مه نېټه خبر ورکړ چې اسرائيل د همدې ورځې په شپه د دغه هېواد په شمال د الپو په ځينو ځايونو هوايي بمباري وکړه، خو چا ته يې مرګ ژوبله نه ده اړولې.
د سوريې پوځ په يوه اعلاميه کې څرګنده کړه چې د دغه هېواد فضايي دفاع سيستم د زياترو توغنديو مخنيوی کړی، خو د اسرائيل د دغې هوايي بمبارۍ له امله ځينې ودانۍ ويجاړې شوې دي.
( سپوږمۍ)