پنګ لي يوان د ښځو د ښوونې او د بېوزلۍ د له منځه وړلو په اړه د شانګهای همکارۍ سازمان فورم ته يوه ويډيويي وينا وکړه
CRI2021-07-20 17:01:25
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ مېرمن او د نجونو او ښځو د ښوونې د هڅولو په چارو کې د ملګرو ملتونو د يونيسکو سازمان ځانګړې استازې پنګ لي يوان د جولای په شلمه نېټه د ښځو د ښوونې او د بېوزلۍ د له منځه وړلو په اړه د شانګهای همکارۍ سازمان فورم ته يوه ويډيويي وينا وکړه.

پنګ لي يوان په خپله وينا کې وويل، چې د بېوزلۍ له منځه وړل او نيکمرغه ژوند تر لاسه کول د ښځو ګډ ارمان دی. ښځې د ښوونې، پوهې او مهارتونو د تر لاسه کولو له لارې له غريبۍ څخه د وتلو قوت خپلولی شي. چين د ناستومانه کېدوونکو کوښښونو له لارې د بېوزلۍ ضد مبارزې کې هراړخيز برياليتوب تر لاسه کړی او له غريبۍ څخه يې سلګونه ميليونه چيني ښځې ژغورلې دي. په چين کې ښځو د ښوونې له برابر حق څخه ګټې اخيستي او د بېوزلۍ ضد مبارزې کې يې د ګټه اخيستونکو، ګډون کوونکو او خدمت کوونکو رول لوبولی دی.

پنګ لي يوان زياته کړه، چې د شانګهای همکارۍ سازمان د جوړېدو له شلو کلونو راهيسې د دغه سازمان د غړو هېوادونو ښځو د شانګهای روحيې په اساس د ښځو د پرمختګ په چارو کې د تجربو تبادلې کړي، په بېلا بېلو برخو کې يې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او د دغه سازمان د همکاريو لپاره يې خدمتونه کړي دي. نوموړې وويل، چې موږ بايد د ښځو د ښوونې او د بېوزلۍ د کمولو په برخو کې د همکارۍ پياوړتيا ته دوام ورکړو، څو لا نورې زياتې ښځې له ښوونې او ګټورو فرصتونو څخه ګټې واخلي.