جو بايډن د فلسطين او اسرائيلو د دواړو هېوادونو د ګډ موجوديت له لايحې ملاتړ وکړ
CRI2021-07-20 15:01:26
شريکول:

د امريکا ولسمشر جو بايډن د جولای په ۱۹مه نېټه په سپيڼې ماڼۍ کې د اردن له پاچا عبدالله دويم سره د ليدنې په وخت کې د فلسطين او اسرائيلې د مسئلو د حل و فصل په هدف د دواړو هېوادونو د ګډ موجوديت له لايحې څخه ملاتړ څرګند کړ.

د سپينې ماڼۍ په يوې اعلاميې کې ويلي چې بايډن له عبدالله دويم سره د ليدنې په وخت کې وويل، چې په بيت المقدس کې د اسلامي سپيڅلي ځای د اداره کولو په برخه کې د اردن د ځانګړي رول درناوی کوي.  

په اعلاميه کې راغلي، چې بايډن په سيمه ايز ثبات کې د اردن د مهم رول ستاينه وکړه او په وروستې موده کې د عراق په پلازمينې بغداد کې د اردن، عراق او مصر د مشرانو تر منځ د درې اړخيزې غونډې هرکلی يې کړ او له اردن څخه يې ملاتړ وکړ، چې د اسرائيلو له نوی حکومت سره تماس ونيسي. دواړو خواوو د کرونا وبا د خپرېدو په حال کې د اقتصادي ننګونو، د سوريې مسئلې او په دفاعي چارو کې د امريکا او اردن تر منځ د اړيکو په هکله بحثونه وکړل.