په افغانستان کې د امريکا، فرانسې، جرمني، بريتانيا، جاپان، کوريا جمهوريت سفارتونو ، د اروپايي ټولنې پلاوي او د ناټو د ملکي چارو لوړ پوړی دفتر د جولای په ۱۸مه نېټه د يوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره له وسله والو طالبانو څخه غوښتنه وکړه چې سمدستي دې روان بریدونه ودروي.
په ياده اعلامیه کې ويل شوي چې د طالبانو نظامي اقدام په افغانستان کې د سولې بهير پر وړاندې خنډونه جوړوي او زیات شمیر عامو وګړو ته یې زیانونه رسولي دي. اعلاميې کې پر طالبانو او نورو اړخونو غږ شوی چې سمدستي د تاوتریخوالي مخه ونیسي، دایمي او هر اړخیز اوربند دې وکړي ، د سوله ييزو خبرو اترو له لارې دې د افغانانو کړاو پای ته ورسوي او جامع سیاسي حل لارې ته دې لاره هواره کړي.