د ایران د بهرنیو چارو وزارت: نوی حکومت به د اټومي خبرواترو نوی پړاو پرمخ بوزي
cri2021-07-20 09:41:56
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت سعيد ویاند خطیب زاده د جولای په ۱۹مه نېټه وویل چې د اګست په پيل کې د ایران نوي حکومت ته له واک سپارلو وروسته به د دغه هېواد د ذروي مسئلې په اړه د هراړخیز تړون د اړوندو خواوو ترمنځ خبرې بيا دوام وکړي.

خطیب زاده په همدې ورځ په یوه مطبوعاتي غونډه کې وویل چې نوی حکومت به د ایران د خبرو اترو پالیسي بدله نه کړي. هغه یوځل بیا د ایران دریځ تکرار کړ او له امريکا څخه يې وغوښتل چې ياد تړون ته ژمنه پاتې شي او عمل جامې دې ور واچوي او ایران به هم دغه تړون بشپړ پلی کړي.