د چين کاري ګروپ په پاکستان کې له ځايي حکومت سره په ګډې پلټنې بوخت دی
CRI2021-07-20 09:55:35
شريکول:

د چين د خارجه وزارت وياند جاو لي جيان د جولای په ۱۹مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې پاکستان کې د چيني کارکوونکو پر بس د چاودنې په اړه د پلټنې معلومات وړاندې کړل. 

نوموړي څرګنده کړه چې چين د جولای په ۱۴مه نېټه پاکستان کې د چيني کارکوونکو پر ضد د بس چاودنې ته په درنه سترګه ګوري او د دې پېښې سخته غندنه کوي. اوس د چين د څو حکومتي څانګو لخوا تشکيل شوی کاري ګروپ له پاکستاني حکومت سره ګډ کارونه کوي. نوموړي باور وښود چې دواړه خواوې به حتماً هر شی روښانه کړي او بريدګرو ته به قانوني سزا ورکړي. چين به د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان له کوښښونو څخه ټينګ ملاتړ ته دوام ورکړي او په دغه هېواد کې به د چينايانو او چيني ارګانونو امنيت وساتي. 

هغه زياته کړه، پاکستاني طالبان د دغه هېواد د حکومت او نړيوالې ټولنې خوا منل شوی تروريستي سازمان دی چې د څو تروريستي بريدونو تر شا يې لاس درلود. خو افغان طالبان خپل ځان يو سياسي او پوځي سازمان بولي چې وايي، د افغانستان له خاورې څخه به هېچا ته اجازه ور نه کړي چې نور وګواښي او يا زيان ورته ورسوي. له تېرو څو کلونو راهيسې افغان طالبان له افغان حکومت او نړيوالې ټولنې سره تل خپلې اړيکې ساتلې دي. 

( سپوږمۍ)