چين: د کرونا ويروس سرچينې د موندلو په پار د روغتيا نړيوال سازمان د دوهمې مرحلې کاري پلان د زياتو هېوادونو له اړوندو دريځونو سره په ټکر کې دی
CRI2021-07-20 10:18:32
شريکول:

د چين د خارجه وزارت وياند جاو لي جيان د جولای په ۱۹مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې څرګنده کړه چې د کرونا ويروس سرچينې د موندلو په اړه د روغتيا نړيوال سازمان د سکريتريت لخوا جوړ شوی کاري پلان د چين په شمول د زياتو هېوادونو له دريځونو سره په ټکر کې دی.

نوموړي وويل چې چين او ځينو نورو هېوادونو د روانې مياشتې په ۱۶مه نېټه د روغتيا نړيوال سازمان په يوه غونډه کې خپلې نظريې بيان کړې. هغه دا هم وويل چې د روغتيا د ۷۳مې نړيوالې غونډې د پرېکړه ليک له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير بايد له غړو هېوادونو سره نژدې همکاري وکړي څو په وحشي ژويو کې د کرونا ويروس سرچينه او انسانانو ته د خپرېدو لارې چارې پيدا شي. نو د راتلونکې مرحلې کارونه بايد له دې سره سمون ولري چې غړي هېوادونه دې د دې کارونو لارښوونه وکړي. چين هيله لري چې د روغتيا نړيوال سازمان به له غړو هېوادونو سره پوره سلامشورې وکړي، د مختلفو خواوو وړانديزونو او نظريو ته به غوږ ونيسي او د کاري پلان د ټاکلو بهير به روښانه کړي. 

( سپوږمۍ)