د کرونا ويروس د سرچينې د دوهم پړاو پلټنيزې چارې امريکې کې تر سره شي
CRI2021-07-21 15:18:23
شريکول:

د روغتيا نړيوال سازمان دارالانشا په دې وروستيو کې د کرونا ويروس د سرچينې د پيدا کولو د دوهم پړاو کاري پلان خپور کړی چې د چين او نورو زياتو هېوادونو له اړوند دريځ سره سمون نه لري. تر اوسه پورې د نړۍ ۵۵ هېوادونو د نوموړي سازمان عمومي مدير ته پېغامونه ليږلي او غوښتنه يې ترې کړې، چې د دغه ويروس د سرچينې د پيدا کولو په کارونو کې دې پر ساينسي چارو ټينګار وشي او نړۍ دې د ځينو هېوادونو له سياسي لاسوهنې سره کلک مخالفت وکړي.

چين تر ټولو لومړی روغتيا نړيوال سازمان ته د کرونا وبا معلومات وړاندې کړي، د دغه ويروس د سرچينې د پلټنو په اړه يې پر بې طرفۍ او شفافيت ټينګار کړی او ۲ ځله يې د نوموړي سازمان کارپوهانو ته په چين کې د اړوندو څېړنو د تر سره کولو بلنې ورکړي دي. د دغه سازمان کارپوهانو په وو هان کې د ويروس د څېړنيز انستيټوټ په شمول د چين له بېلا بېلو بيولوژيکو لابراتوارونو څخه ليدنې کړي او له چيني کارپوهانو سره يې د معلوماتو او نظريو صميمي تبادلې کړي دي .

د روغتيا نړيوال سازمان او چين ګډې څېړنيزې ډلې د روان کال د مارچ په دېرشمه نېټه يو رسمي راپور خپور کړ، چې له مخې يې، د چين له لابراتور څخه انسان ته د کرونا ويروس د انتقال امکان يې رد کړی دی. په دغه راپور کې د دغه ويروس د سرچينې د نړيوالو پلټنيزو چارو د راتلونکي پړاو په اړه علمي وړانديزونه شوي او پکې ويل شوي، چې يو يې دا دی، چې د نړۍ په پراخو سيمو کې دې په پر له پسې توګه پر دغه ويروس د اخته کېدنې ممکنې مخکينې پېښې وڅېړل شي. د دغه راپور نتيجې او پېشنهاد ته بايد درناوی او ساتنه وشي.

په امريکا کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر او د دغې وبا له امله د مړو شويو کسانو شمېر تر ټولو زيات دی او د کرونا وبا ضد مبارزې په چارو کې د دغه هېواد په اړه شکونه ډېر دي، نو د کرونا ويروس د سرچينې د نړيوالو څېړنو په راتلونکي پړاو کې دې د کارونو تمرکز امريکا ته يوړل شي.

امريکا تر اوسه پورې د نړيوالې ټولنې هغه تر ټولو لوی شک ته هيڅ ځواب نه دی ويلی، چې ولې د دغه هېواد د بيولوژيکو او کيمياوي وسلو لومړۍ لويه اډه يعنې د فورټ ډيټريک بيولوژيک لابراتوار د ۲۰۱۹م کال په جولای کې په ناڅاپي توګه بند شو؟ ايا دا کار له هغه وضعيت سره تړاو لري، چې د دغه هېواد په ځينو سيمو کې د تنفسي سيستم نامعلومه  ناروغي او د برقي سيګريټ ناروغي رامنځته شوې وه ؟

د پام وړ خبر دا دی، چې د امريکا د ناروغيو کنټرول مرکز پخواني مشر روبرټ ريډفيلډ د تېر کال په مارچ کې وويل، چې د ۲۰۱۹م کال په سپتمبر کې په دغه هېواد کې د انفلونزا له امله ځينې مړه شوي ناروغان په حيقيت کې د کرونا سکاروي ناروغان وو .  د امريکا د طبي څېړنو انستېتيوټ د روان کال په جون کې يو څېړنيز راپور خپور کړ، چې له مخې يې، د کرونا ويروس د ۲۰۱۹م کال په دسمبر کې په دغه هېواد کې خپور شوی دی. په امريکا کې پر کرونا ويروس د اخته کېدنې لومړۍ پېښه څه وخت رامنځته شوه؟ که امريکا خپل ځان د چين په شان بې طرفه او شفاف بولي، بايد د نړيوالو کارپوهانو د پلټنو لپاره فورټ ډيټريک لابراتوار  خلاص کړي.

امريکا په ګردې نړۍ کې تر ۲۰۰ زيات بيولوژيک لابراتوارونه ځای پر ځای کړي دي. د دغو لابراتوارونو له جوړېدو وروسته په اړوندو هېوادونو کې ساري ناروغۍ رامنځته شوي او ځايي خلک يې اندېښمن کړي دي، خو امريکا د دغو لابراتوارونو د رول او هدف په اړه خوله چوپه نيولې ده.

بر سيره پر دې، د امريکا حکومت پر چين د کرونا ويروس د سرچينې تور لګولو لپاره ډېرې هڅې کړي، د امريکا دغه کړنې ډېرې شکمنې دي.

د کرونا وبا د وقايې او کنترول په چارو کې د امريکا د شکمنو کړنو پر وړاندې، زياتو هېوادونو غوښتنه کړې، چې په دغه هېواد کې بايد د کرونا ويروس د سرچينې پلټنه وشي. د اوکراين يوې خپلواکې خبري رسنۍ د جولای په نولسمه نېټه د يوې ليکنې په خپرولو سره وويل، چې د نړۍ ۳۲ کمونېست او کارګرو ګوندونو د امريکا د پوځي بيولوژيکو لابراتوارونو د بندېدو او د بيولوژيکو وسلو د پراخوالي د مخنيوي غوښتنپاڼه لاسليک کړې ده. په دغه پاڼه کې ليکل شوي، چې امريکا په منځنۍ اسيا کې د مختلفو خطرناکو ويروسونو د څېړنې او جوړنې کارونه تر سره کړي او نړۍ ته به يو لوی سرخوږی جوړ کړي.

د جولای د نولسمې نېټې د ماسپښين تر ۳ بجو پورې تر ۷۵۰ زرو زياتو چيني انټرنيټ کاروونکو ګډ غوښتنليک لاسليک کړی او د روغتيا له نړيوال سازمان څخه يې غوښتي، چې د امريکا د فورټ ډيټريک لابراتوار او نورو شکمنو لابراتوارو په اړه هراړخيزې پلټنې تر سره کړي.

امريکا بايد د نړيوالې ټولنې غوښتنو ته ځوابونه ورکړي او د کرونا ويروس د سرچينې نړيوالو پلټنو ته دې خپله دروازه ژر پرانيزي.