د چين د بهرنيو چارو وزارت:پنځه ميليونه انټرنيټ کاروونکي په امريکا کې د دېټريک فورټ بيالوژيکي لابراتوار پلټنه غواړي
CRI2021-07-21 17:19:25
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جولای په ۲۱مې نيټې په يوه نوبتي خبري ناسته کې د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې د روانې مياشتې تر ۲۱مې نيټې پورې شاو خوا پنځو ميليونو چينايانو د روغتيا نړيوال سازمان په عنوان يو پيغام لاسليک کړی او په امريکا کې د دېټريک فورټ بيالوژيکي لابراتوار د پلټنې غوښتنه يې کړې ده.

جاو لي جيان په دې هکله وويل، چې د جولای تر ۱۷مې نېټې پورې يعنې د دغه فعاليت له پيل راهيسې په پنځو ورځو کې شاو خوا ۵ ميليونو انټرنيټ کاروونکو ګډون کړی دی. هغه زياته کړه، چې د دېټريک فورټ پلټنه د چينايانو په شمول د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو غوښتنه هم ده. امريکا بايد د کوويد-۱۹ سرچينې د پيدا کولو په چارو کې دغې پوښتنې ته ځواب ورکړي. امريکا دې شفاف تدبيرونه ونيسي او په خپل هېواد کې د کرونا وبا د سرچينې پلټنه دې وکړي او د ياد لابراتوار او په بهرنيو هېوادونو کې د امريکا د بيالوژيکي لابرتوارونه پلټنه يې وکړي او نړيوالو ته دې ځواب ووايي.