د هايتي خبري رسنيو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد نوی حکومت په ځايي وخت کې د جولای په ۲۰مه نېټه رسماً جوړ شو او اريل هينري د دغه هېواد د صدراعظۍ دنده پر غاړه اخيستې ده.
د نوي حکومت د لوړې مراسم په همدې ورځ له غرمې وروسته د دغه هېواد په پلازمينه پورت پرنس کې تر سره شول. د دغه هېواد پخواني صدراعظم کلاودي جوسيف په نوي حکومت کې د بهرنيو چارو وزير دنده پر غاړه اخيستې ده. د نوي حکومت د ماليې وزير په شمول د زياتو وزيرانو دندې لا هم د پخوانۍ کابينې د غړيو پر غاړه دي.