د روغتيا نړيوال سازمان: په ګردې نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۹۰۶۷۱۳۳۰ ته رسيدلی دی
cri2021-07-21 11:31:04
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې روغتيا نړيوال سازمان د جولای په شلمه نېټه يوه تازه شمېرنه خپره کړه چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د ماښام تر شپږو بجو او ۴۲ دقيقو پورې په ګردې نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۳۹۰۰۲۶ زيات شوی چې په دې سره يې عمومي شمېر ۱۹۰۶۷۱۳۳۰ ته رسيدلی دی. په همدې موده کې د دې ويروس له امله د مړه شویو کسانو شمېر ۶۴۲۴ زيات شوی چې عمومي شمېر يې ۴۰۹۸۷۵۸ ته رسيدلی دی.(غاټول)