امريکايي سياستوالو تل پر چین تورونه لګولي چې په شينجيانګ کې يې پر بشري حقونو تېری کړی دی. خو دوی د نړۍ په نورو ځايونو کې پر بشري حقونو د تېري کوونکو کړنو پر وړاندې هميشه پټه خوله پاتی شوي دي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت تېره ورځ يعنې د جولای په شلمه نېټه ټولو تصديو او شخصيتونو ته خبرداری ور کړ چې که هغه تصدۍ او شخصيتونه چې د چين په شينجيانګ کې له پانګونو څخه لاس وانه خلي، ښايي د امريکا د قانون له مخې له سزاوو سره مخ شي. د دې ترڅنګ دوی پر چین تور لګولی چې په دې سيمه کې يې د نژادي تصفيې تګلاره غوره کړې ده. د امريکا دغه کړنه به له چين سره سوداګرۍ ته زيان ورسوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړيکو د پرېکولو سبب به وګرځي.